- مطابق
(ژباړه)
خبر:
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د نوموړي د هغې طرحې په اړه چې موخه یې د غزې د جګړې پای ته رسول دي، خبرې اترې اوس په وروستیو پړاوونو کې دي. هغه هیله څرګنده کړه چې د دوشنبې په ورځ به په سپینه ماڼۍ کې د یهودو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په لیدنه کې وروستي توافق ته ورسېږي. (سرچینه: الجزیرهنټ، له سمون سره)
تبصره:
د غزې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ټرمپ طرحه، په ټولو ۲۱ مادو کې د «یهودي دولت» په ګټه جوړه شوې او په بشپړه توګه د نتنیاهو له لیدلوري سره سمه ده، په ځانګړې توګه د جګړې د پای ته رسولو د څرنګوالي په برخه کې. تر ټولو د پام وړ خبره دا ده چې په دې طرحه کې د یهودي ځواکونو د تدریجي وتلو لپاره هېڅ مهالوېش نه دی ټاکل شوی، نه د اسیرانو د تبادلې او نه هم د امریکا تر مشرۍ لاندې د لنډمهاله نړیوالو ځواکونو د فعالیت د پای ته رسولو کومه نېټه یاده شوې ده. سره له دې ټولو بېعدالتیو چې د غزې پر مظلومو خلکو تپل شوي دي، په ټوله طرحه کې د فلسطیني دولت د جوړېدو یادونه نه تر سترګو کېږي.
د امریکا سیاست تل پر دغه بنسټ ولاړ دی، چې طرحې له ناورین مخکې نه جوړوي، بلکې وروسته یې جوړوي؛ لکه څنګه چې په عراق او سوریه کې یې هم داسې وکړل. د دغه سیاست موخه دا ده چې د امریکا ولسمشر «د سترو حللارو سړي» په توګه څرګند کړي، نه یوازې د ناورین د کنټرول د مدیر په توګه. واشنګټنپوسټ ورځپاڼې هم د یوه داسې څه په خپرولو سره چې «افشا کول» یې وبلل، دغه سیاست تایید کړی دی؛ هغه افشا کول چې د غزې د بیاجوړونې په اړه د امریکا لیدلوری پکې څرګندوي.
که چېرې په دغه راپور کې یاد شوي معلومات سم وي، نو د امریکا په طرحه کې دا موارد شامل دي: د پنځو زرو ډالرو په بدل کې د رضاکارانه بیا مېشتېدو پروګرام، د څو کلونو لپاره د اجارې مرسته او د ځمکې د مالکانو شتمنۍ د «ډیجېټل رمز» تر نامه لاندې د «بیا رغونې د حقونو» په بدل کې بدلول او نور له مخکې تنظیم شوي شرطونه هم پکې شامل دي.
د ټولو دغو فرېبکاریو او نړیوال اتحاد هدف دا دی، چې د فلسطین قضیه چې د اسلامي امت او د منځني ختیځ د سیمې بنسټیزه مسله ده، پای ته ورسېږي، ترڅو امریکا وتوانېږي چې د یهودي دولت بنسټ پیاوړی او ثابت کړي او په دې توګه فلسطیني موجودیت په تدریجي ډول له منځه یوسي؛ خو دا ټول د سیمې د خاینو واکمنانو د سترګو پر وړاندې ترسره کېږي.
اې مسلمانانو! د فلسطین د قضیې د حل لپاره د نظامي ځواکونو له خوځولو پرته بله لاره نشته ده، ترڅو د دغه «منحرف رژیم» ریښې وباسي او موږ بېرته خپل عزت او دبدبه ترلاسه کړو؛ په دې توګه یو ځل بیا د هغه څه پر بنسټ چې الله سبحانه وتعالی نازل کړي، حکم وکړو او اسلامي ژوند له الهي اوامرو سره سم پیل کړو.
اې زموږ وسلهوالو ځواکونو! ایا تاسو له ظلم څخه د مظلومانو خلاصون ته تږي نه یئ؟ پاڅېږئ د خپل دین مرسته وکړئ او خوشاله شئ؛ ځکه امت چمتو دی چې تاسو ته غېږ پرانیزي او په خپلو ارزښتناکو شتمنیو سره ستاسو ملاتړ وکړي. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:
﴿فَلَا تَهِنُوا وَتَدْعُوا إِلَى السَّلْمِ وَأَنْتُمْ الْأَعْلَوْنَ وَاللَّهُ مَعَكُمْ وَلَنْ يَتِرَكُمْ أَعْمَالَكُمْ﴾ [محمد: ۳۵]
ژباړه: تاسو مه بېزړه کېږئ او د سولې وړاندیز مه کوئ، په داسې حال کې چې تاسو برلاسي یئ او الله له تاسو سره دی او ستاسو عملونه به هېڅکله ضایع نشي.
۱۴۴۷هـ.ق د ربیع الثاني ۱۲مه
۲۰۲۵م د اکټوبر ۴مه
ژباړن: صهیب منصور